د معلولیت ملي ستراتېژۍ تطبیق او معلولینو په ملاتړ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون نقش ډېر مهم دی

sadiq_admin
Thu, Jan 07 2021 1:48 PM
ss

د معلولیت ملي ستراتېژۍ تطبیق او معلولینو په ملاتړ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون نقش ډېر مهم دی

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې اغلې هوا عالم نورستانۍ سره وکتل او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو او فرصتونو برابرلو په اړه یې خبرې وکړې.

ښاغلي آریوبي د هېواد د ټاکنو خپلواک کمېسیون نه مننه وکړه وویل: یاد کمېسیون د هغو ادارو له ډلې څخه دی، چې معلولیت ته په ریښتیني ډول درناوی لري او د خپلو کاري مسولیتونو سره سم یې دغه قشر ته د فرصتونو برابرولو کې همکاري کړې ده.

ښاغلي آریوبي هیله څرګنده کړه، چې د دې وزارت په راتلوونکو برنامو کې، چې د معلولیت د ملي ستراتېژۍ تطبیق یې په سر کې راځي د یادې ادارې هر اړخیزه همکاري او همغږي اړینه وګڼله، زیاته یې کړه، چې معلولین د ټولو ادارو دومدارې مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.

ښاغلي آریوبي وویل چې د معلولیت ملي ستراتېژۍ په تطبیق او د ژوند په مختلفو برخو کې د معلولینو په ملاتړ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون نقش ډېر مهم او د حساب وړ دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې اغلې هوا عالم نورستانۍ معلولیت لرونکي وګړي د ټولنې مستحق قشر وګڼه وویل، چې د خپلو کاري مسولیتونو سره سم به د معلولیت ملي ستراتېژۍ په تطبیق، د ټاکنو په ملي پروسو کې د معلولینو د ګمارنې، د رایې ورکونې په مرکزونو کې معلولینو ته د اړین فزیکي لاسرسي د اسانتیاوو برابرولو او نورو مهمو برخو کې به دوامداره او هر اړخیزه همکاري وکړي.

اغلې نورستانۍ څرګنده کړه، چې معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو او کاري فرصتونو برابرولو لپاره ژمنه ده او اوسمهال ګڼ شمېر معلولین په مختلفو بستونو کې په یاد کمېسیون کې دندې ترسره کوي. زیاته یې کړه، چې دغه شمېر به په راتلوونکي کې نور هم زیات کړي.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS