هڅه کوو چې د نظامي شهیدانو او معلولینو حقوق د هر کال په پیل کې په یوه ځل ورکړل شي

sadiq_admin
Tue, Dec 15 2020 9:54 AM
fdf

هڅه کوو چې د نظامي شهیدانو او معلولینو حقوق د هر کال په پیل کې په یوه ځل ورکړل شي

د ننګرهار ولایت د نظامي شهیدانو د ورثې او معلولینو یو شمېر استازو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي سره وکتل او خپلې ستونزې او غوښتنې یې شریکې کړې.

د یادو ولایت د نظامي شهیدانو د ورثې او معلولینو استازو د تېرو کلونو د حقوقو د ورکړې، په دولتي ادارو کې په شرایطو د برابرو نظامي شهیدانو د ورثې او معلولینو د ګمارنې، برېښنایي تذکرو او بایومتریک په اړه خبرې وکړې وویل، چې د یاد ولایت د یو شمېر نظامي شهیدانو د تېرو کلونو حقوق پاتې دي، چې باید د ورکړې لپاره یې اقدام وشي، زیاته یې کړه، چې وارثین یې بې کاره دي او کورنۍ یې اقتصادي ستونزو سره مخ دي، باید په ادارو کې په دندو وګمارل شي. دوه همدا راز په ننګرهار کې د برېښنایي تذکرو د مرکزونو د زیاتېدو غوښتنه وکړه او وویل چې یو مرکز یې چارو ته په سمه توګه رسېدنه نه شي کولای.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي وویل، چې د پاتې حقوقو له ستونزې خبر دی او هڅه یې دا ده، چې دغه ستونزه په دایمي توګه حل کړي زیاته یې کړه: هڅه کوي، چې د نظامي شهیدانو بودجوي کوډ جلا کړي او نظامي شهیدانو ته د دوی حقوق له دې وروسته د هر کال په پیل کې په یوه ځل ورکړي. ښاغلي آریوبي څرګنده کړه، چې د نظامي شهیدانو د بودجې د اړتیا په سنجش کار کوي، ځکه د شهیدانو شمېر هر کال لوړېږي، خو د بودجې زیاتوالي ته پاملرنه کمه ده. ښاغلي وویل په دې اړه به د معلولینو او شهیدانو د یو شمېر ورثې په ګډون د ولسي جرګې د بودجې کمېسیون سره ناسته وکړي، تر څو دې ستونزې ته دایمې حل لاره وموندل شي.

ښاغلي آریوبي د نظامي شهیدانو د وارثینو او معلولینو د کار ګمارنې په اړه وویل چې لېستونه دې یې ترتیب شي تر څو یې له اړوندو ادارو سره شریک کړي. د دې تر څنګ یې د برېښنایي تذکرو او بامتریک مسله هم مهمه وګڼله زیاته یې کړه چې بایومتریک هم د مرکزي احصایې او معلوماتو اداره کوي، د نظامي شهیدانو ټولې ورثې او معلولینو ته باید په دې اړه خبرتیا ورکړل شي تر څو برېښنایي تذکره ترلاسه او له حقوقو پاتې نه شي.

ښاغلي آریوبي وویل چې په لنډ وخت کې به ننګرهار ته سفر وکړي او د یاد ولایت د والي په ګډون به د ټولو شهیدانو او معلولینو سره د ستونزو حل په اړه له نږدې وګوري.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS