د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي خوست کې د اسنادو او وثیقو د څېړنې کمېټې له غړو سره وکتل

sadiq_admin
Wed, Sep 23 2020 9:55 AM
sa

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي خوست کې د اسنادو او وثیقو د څېړنې کمېټې له غړو سره وکتل

د ولايتي سفر په ترڅ کې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير ښاغلي لعل الدين آريوبي، د خوست والي محترم محمد صدیق پتمن په ګډون، د ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو او وثیقو د څېړنو کمېټې غړو سره ليدنه وکړه.

په دې ليدنه کې د خوست د محکمې، لويې څارنوالۍ، عامې روغتيا، د احصايې او معلوماتو ادارې او ملي امنيت رئيسانو ، باصلاحیته استازو او د شهيدانو او معلولينو چارو آمر ګډون درلود.

محترم آريوبي صيب، د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو د څيړنې کمېسيون غړو سره د ياد کمېسيون پر کار او د اسنادو د څيړنو پروسې د لا شفافيت په موخه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پر چټکتيا خبرې وکړې.

ښاغلي آريوبي اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه، چې د شهيدانو وارثينو، کورنيو غړو او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته دې پر وخت رسېدنه وکړي.

د ناستې په پای کې د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو څېړنې کميسيون غړو له محترم وزير لعل الدين آريوبي او مل پلاوي څخه مننه وکړه، چې د ياد ولايت د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو غوښتنې، ستونزې، وړاندېزونه يې له نږدې واورېدل او په همدې موخه يې خوست ته سفر را وکړ. د کمیسیون غړو وویل: خوست کې د اسنادونو د څیړلو پروسه دوام لري او ډیر ژر به هغه اسنادونه چې په ناقانونه توګه ثبت شوي تثبیت او رد شي.

ښاغلي آريوبي د شهيدانو او معلوليت لرونکو وګړو د اسنادو پروسې پر شفافيت او روڼتيا د ټينګار تر څنګ، د وزارت له اړخه له ټولو مسولو ولايتي چارواکو سره د هر ډول همکاريو ژمنه وکړه او له وزارت سره د ولايتي اړوندو ادارو د همغږۍ د زياتوالي لارښوونه وکړه.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS