د معلولینو ملي ستراتېژۍ د وروستۍ بیا کتنې د دویمې ورځې فعالیت

sadiq_admin
Mon, Oct 26 2020 9:08 AM
ds

د معلولینو ملي ستراتېژۍ د وروستۍ بیا کتنې د دویمې ورځې فعالیت

د معلولینو ملي ستراتېژۍ د وروستۍ بیا کتنې ورکشاپ دویمه ورځ په ګروپي کار متمرکزه وه. د معلولینو استازي په پینځو کاري ګروپونو وېشل شوي وو، تر څو د ستراتیژۍ د پراختیا او هر اړخیزه کولو لپاره خپلې غوښتنې، نظرونه او وړاندیزونه په ګروپي ډول مطرح او وړاندې کړي.

دغه کاري ګروپونه عمومي زده کړو، د ټولنې پر بنسټ پیاوړتیا او چټکو اقداماتو، د ژوند کولو فرصتونو، ورزش او د سیاسي مشارکت حقوقو او طبیعي پېښو سره د مبارزې او بشردوستانه اقداماتو ته د لاسرسي په کټګوریو وېشل شوي وو او د هر ګروپ استازي د ګروپ د غړو له لوري لیکل شوي نظرونه، وړاندیزونه او غوښتنې د ورکشاپ ګډونوالو ته واورل او په دې اړه یې پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د ګروپونو استازو په ټولنه کې د معلولینو پر وړاندې پرتو ستونزو، ننګونو، د امکاناتو او فرصتونو محدودیت او نورو اړوندو مسایلو او حل لارو هر اړخیز بحثونه وکړل.

د معلولینو د ملي ستراتېژۍ د وروستۍ بیا کتنې ورکشاپ څلورو ورځو ته ورغځېد، چې مالي او تخنیکي لګښت یې د هینډي کپ انټرنېشنل موسسې پر غاړه دی او نن یې دویمه ورځ وه، چې د کاري ګروپونو فعالیت یې اصلي برخه وه، سبا او بله ورځ به هم کډونوال په ګروپي توګه معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو په مېکانېزمونو او دوی ته د بودجې موندنې، فزیکي لاسرسي، زده کړو، اسانتیاوو، کارموندنې، روغتیایي، عامه پوهاوي او نور فرصتونو په اړه خپلې غوښتنې او نظرونه مطرحه کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS