په سمنګان ولایت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۲۳۰) کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول
د سمنګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د قمر خیریه بنسټ په همکارۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۲۳۰) مستحقو کورنيو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، چې په کې شپږ قلمه بېلابېل خوراکي مواد شامل وو. یادې مرستې په منظم او عادلانه ډول مستحقو کسانو ته ورکړل شوې.
د سمنګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري قیامالدین خالد، د قمر خیریه بنسټ له مرستو څخه د مننې تر څنګ وویل چې یتیمان، کونډې او معلولین د ټولنې تر ټولو اړمن قشر دی او لازمه ده چې هغوی ته د مرستو د وېش په برخه کې لومړيتوب ورکړل شي.
