په سمنګان ولایت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۲۳۰) کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۹:۳۶
mmd

د سمنګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د قمر خیریه بنسټ په همکارۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۲۳۰) مستحقو کورنيو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، چې په کې شپږ قلمه بېلابېل خوراکي مواد شامل وو. یادې مرستې په منظم او عادلانه ډول مستحقو کسانو ته ورکړل شوې.

د سمنګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري قیام‌الدین خالد، د قمر خیریه بنسټ له مرستو څخه د مننې تر څنګ وویل چې یتیمان، کونډې او معلولین د ټولنې تر ټولو اړمن قشر دی او لازمه ده چې هغوی ته د مرستو د وېش په برخه کې لومړيتوب ورکړل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۰
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولايت یو شمېر ولسواليو ته سفر وکړ

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش چې د ياد رياست اړوند مدیرانو یې ملتيا کوله، د رشيدان، ناهور، اجیرستان، مالستان او جاغوري ولسوالیو ته يې سفر وکړ.

م. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۵۳
Background image

غور ولایت ته د‌ شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رياست د پلاوي سفر

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې آمر محترم مولوي امان الله جمالي په مشرۍ یو پلاوي غور ولایت ته سفر وکړ، د پلاوي په ترکیب کې د یاد ریاست کارکوونکي هر یو ښاغلی صفي الله وصال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۵۱
Background image

د بغلان ولایت برکې ولسوالۍ ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه، د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا احسان الله عابد  د ياد ولايت برکې. . .

BACK TO NEWS