د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې له (۲۲) تنو کارکوونکو څخه د یوې زده کړه ئیزې برنامې له بشپړولو وروسته ازموینه واخیستل شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو ریاست د ظرفیت لوړولو او ادارې پراختیا آمریت له لوري د یاد وزارت د (۲۲) تنو کارکوونکو لپاره د کمپیوټر او انګلیسي ژبې په برخو کې یو زده کړه ئیز پروګرام په لاره اچول شوی وو، چې له مخې یې ګډونوالو ته د کمپیوټر د مایکروسافټ اکسل پروګرام او همدارنګه د انګلیسي ژبې په برخو کې زدهکړې ورکړل شوې او نن د هغوی څخه ازموینه واخیستل شوه.
د ازموینې د اخیستو پر مهال د کارکوونکو د چارو ریاست استازو حضور درلود او د ازموینې له څرنګوالي او بهیر څخه یې څارنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د دې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او هغوی ته د نویو مهارتونو د زده کولو په موخه تر دې وړاندې هم ورته زده کړه ئیز پروګرامونه ترسره شوي دي.
