د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت محمدآغې ولسوالۍ ته سفر وکړ

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۹:۱۷

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد رفیق هاشمي چې د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم مدیر یې ملتیا کوله، یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د خدمتونو د وړاندې کولو له بهیر او د یادې ولسوالۍ د شهیدانو او معلولینو چارو مدیریت د کړنو او فعالیتونو د ارزونې په موخه د محمدآغې ولسوالۍ ته سفر وکړ.

محترم مولوي محمد رفیق هاشمي د محمدآغې ولسوالۍ له معاون او یو شمېر نورو مسؤلینو سره په لیدنه کې د شهیدانو د کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي پر اهمیت خبرې وکړې.

نوموړي همداراز د شهیدانو دځينو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی احوال یې واخیست او ورسره یې یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۹:۱۹
Background image

د تخار ولایت په ګلفګان ولسوالۍ کې د یو شمېر شهیدانو له کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ یو پلاوي ګلفګان ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو مدیریت له کاري بهیر څخه یې ارزونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج ملا عبدالقاهر فېروز په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په‌ هغې کې‌ د اړوندو  ولسوالیو ټولو مدیرانو ګډون کړی وو.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۹:۱۷
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت محمدآغې ولسوالۍ ته سفر وکړ

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد رفیق هاشمي چې د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم مدیر یې ملتیا کوله، یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د خدمتونو د وړاندې کولو له. . .

BACK TO NEWS