د تخار ولایت په ګلفګان ولسوالۍ کې د یو شمېر شهیدانو له کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې
د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ یو پلاوي ګلفګان ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو مدیریت له کاري بهیر څخه یې ارزونه ترسره کړه، د یادې ولسوالۍ د مرستیال یې سره یې په لیدنه کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د ښو خدمتونو د وړاندې او د هغوی ملاتړ په هکله خبرې وکړې، همداراز د یو شمېر شهیدانو له کورنیو سره یې له نږدې وکتل د هغوی ستونزې او غوښتنې واوریدې او ورسره یې یو اندازه نغدي مرستې هم ترسره کړې.
