د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت خانشین ولسوالۍ ته سفر وکړ
د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج ملا صدوخان حق شناس چې د یاد ریاست اړوند مدیرانو یې ملتیا کوله، په خانشین ولسوالۍ کې د شهیدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو سره یې له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې واوریدې او د مجردو شهیدانو کورنیو سره یې یو اندازه نغدي مرستې هم ترسره کړې.
نوموړي د خانشین ولسوالۍ له ولسوال سره وکتل، په دې لیدنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو محترم رئیس د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د وضعیت د ښه والي په اړه خبرې وکړې او د ولسوالۍ له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې په یاده ولسوالۍ کې د شهیدانو او معلولینو چارو مدیریت سره ګډه همکاري وکړي، څو اړمنو کورنیو ته د مرستو رسولو بهیر لا منظم، چټک او شفاف شي.
په ورته وخت کې د یادي ولسوالۍ مسؤلینو د محترم رئیس صاحب د سفر هر کلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د یاد مدیریت سره به په ټولو اړوندو برخو کې بشپړه او هر اړخیزه همکاري کوي، څو اړمنو کورنیو ته خدمتونه په ښه ډول ورسېږي.
