په کابل ولایت کې د (۴۰) فدایانو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۱۵

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د هدایت سره سم، د خاصو شهیدانو چارو آمر محترم مولوي محمد اظهار چې د یاد آمریت د محاسبې عمومي مدیر محترم زاهد الله میاخیل یې ملتیا کوله، په کابل ولایت کې د (۴۰) فدایانو کورونو ته ورغلل، د هغوی ستونزې او اړتیاوې له نږدې واوریدې او هرې کورنۍ سره یوه اندازه نغدي مرستې ترسره کړې.

د یادونې وړ ده چې په تېرو دوه میاشتو کې  د هېواد په (۲۳) ولایتونو کې (۸) میلیونه (۶۴۰) زره افغانۍ د فدایانو کورنیو‌ باندې وېشل شوي او هرې مستحقې کورنۍ (۸۰۰۰) افغانۍ ترلاسه کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۵۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند پنجشېر ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او د مالي او حسابي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

BACK TO NEWS