د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۳۵۰) تنو مستحقو کسانو د خوراکي توکو وېش

asad_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۹:۴۶
mmd

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو په موخه، د‌ شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۳۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې ووېشلې.

په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې او درې ډوله نور خوراکي توکي هم شامل وو.

د مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د‌ تنظیم رئیس  محترم مولوي علاؤ الدين سعد، د وزارت د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار او د خیریه مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۹:۵۳
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د ياد ولايت دوو ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړل

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش په مشرۍ یو پلاوي د ياد ولايت خوګياڼو او خواجه عمري ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړل، هلته یې د مجردو شهیدانو کورنیو سره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۹:۵۲
Background image

د فراه ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس خاک سفید ولسوالۍ ته سفر وکړ

د کاري بهیر د لاښه والي او د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه د ارزونې په موخه، د فراه ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت خاک سفید ولسوالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۹:۴۶
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۳۵۰) تنو مستحقو کسانو د خوراکي توکو وېش

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو په موخه، د‌ شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۳۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS