د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۳۵۰) تنو مستحقو کسانو د خوراکي توکو وېش
د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو په موخه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۳۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې ووېشلې.
په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې او درې ډوله نور خوراکي توکي هم شامل وو.
د مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي علاؤ الدين سعد، د وزارت د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار او د خیریه مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.
