د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې شپږ ډوله بېلابېل خوراکي توکي، (۱۱) ډوله قرطاسیه باب او (۵) ډوله د حفظ الصحې توکي شامل وو، په شفاف او عادلانه ډول مستحقو کسانو ته ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د وزارت له پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید، د شهیدانو چارو ریاست استازي او د خیریه مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.
