د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه
د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج په مشرۍ په یاد ریاست کې د همغږۍ غونډه ترسره شوه، چې پکې د اړوندو برخو ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې محترم مولوي محمد نبي وهاج ټولو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې خپلې ورسپارل شوې دندې د وزارت د رهبري شورا د پریکړو او نافذه طرزالعملونو په رڼا کې په پوره صداقت او مسؤلیت سره ترسره کړي، د اطاعت، سلسلې مراتب، همغږۍ او ګډ کار روحیه دې تل په نظر کې ونیسي، مراجعینو سره دې ښه رويه او سلوک وکړي او په چارو کې دې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي، هغه همداراز د ولسواليو مدیرانو ته سپارښتنه وکړه چې اړوندې چارې دې د ولسوالۍ له مقام سره په بشپړې همغږۍ او تفاهم مخته يوسي.
