د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
Wed, Apr 22 2026 12:30 PM

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج په مشرۍ په یاد ریاست کې د همغږۍ غونډه ترسره شوه، چې پکې د اړوندو برخو ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي محمد نبي وهاج ټولو کارکوونکو ته  لارښوونه وکړه چې خپلې ورسپارل شوې دندې د وزارت د رهبري شورا د پریکړو او نافذه طرزالعملونو په رڼا کې په پوره صداقت او مسؤلیت سره ترسره کړي، د اطاعت، سلسلې مراتب، همغږۍ او ګډ کار روحیه دې تل په نظر کې ونیسي، مراجعینو سره دې ښه رويه او سلوک وکړي او په چارو کې دې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي، هغه همداراز د‌ ولسواليو مدیرانو ته  سپارښتنه وکړه چې اړوندې چارې دې د ولسوالۍ له مقام سره په بشپړې همغږۍ او تفاهم مخته يوسي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS