د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ځينو رئیسانو د یو کلنو اجراآتو او کړنو ارزونه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د چارو ادارې لوی ریاست د استازي په حضور کې د دې وزارت د یو شمېر رئيسانو د یو کلنو فعالیتونو او کړنو ارزونه په هر اړخیزه توګه ترسره شوه.
د دې ارزونې اصلي موخه د سپارل شوو دندو د تطبیق کچې معلومول، د اداري او خدماتي چارو د کیفیت څېړنه، په کاري بهیر کې د شته ستونزو او نیمګړتیاوو پېژندنه وه.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د وزارت مشاور محترم مولوي حیات الله میوند، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د معلولینو د بیاځواکمنتیا رئیس محترم مولوي عبدالنافع منتفع او د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عتیق الله منظور له لوري په یوه کال کې ترسره شوي اجراآت، برنامې او لاسته راوړنې په هر اړخیز ډول وارزول شوې.
د دې ارزونې په پایله کې شته ستونزې او ننګونې وپېژندل شوې او د حل په موخه یې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې شوې.
