د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ځينو رئیسانو د یو کلنو اجراآتو او کړنو ارزونه ترسره شوه

asad_admin
Sat, Mar 07 2026 10:13 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د چارو  ادارې لوی ریاست د استازي په حضور کې د دې وزارت د یو شمېر رئيسانو د یو کلنو فعالیتونو او کړنو ارزونه په هر اړخیزه توګه ترسره شوه.

د دې ارزونې اصلي موخه د سپارل شوو دندو د تطبیق کچې معلومول، د اداري او خدماتي چارو د کیفیت څېړنه، په کاري بهیر کې د شته ستونزو او نیمګړتیاوو پېژندنه وه.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د وزارت مشاور محترم مولوي حیات الله میوند، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د معلولینو د بیاځواکمنتیا رئیس محترم مولوي عبدالنافع منتفع او د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عتیق الله منظور له لوري په یوه کال کې ترسره شوي اجراآت، برنامې او لاسته راوړنې په هر اړخیز ډول وارزول شوې.

د دې ارزونې په پایله کې شته ستونزې او ننګونې وپېژندل شوې او د حل په موخه یې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې شوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS