په پکتیا ولایت کې پر (۸۰۰) مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۵۱
mmd

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د شهیدانو او معلولینو پر (۸۰۰)  مستحقو کورنيو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور خوراکي توکي شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.

د مرستو د وېش د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس مولوي محمد رسول حنفي د معلولینو  او یتیمانو د ملاتړ او لاسنیوي په برخه کې د خیریه مؤسسې هڅې وستایلې او په دې برخه کې يې پر لا زیاتو همکاریو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۵۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې د (۵۰) یتیمانو او معلولینو کورنیو سره مرستې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د (HHRD) مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولایت په لعل پورې ولسوالۍ کې (۵۰) مستحقو کونډو، یتیمانو، معلولینو او نوو راستنو شویو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج ملا صدوخان حق شناس په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د ریاست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۵۶
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره د د لمریزې برېښنا سیسټم فعاله شو

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د برېښنا اړتیا د پوره کولو په موخه، د (۱۸۵) زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا یو بشپړ سیستم نصب او فعال شو، په دې سیستم کې د (۱۵). . .

BACK TO NEWS