د حج سهميې د وېش په موخه د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې قرعه کشۍ ترسره شوه

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۹

یاده قرعه کشۍ د کندهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو په رياست کې ترسره شوه، چې موخه يې د شهيدانو ورثه‌ وو ترمنځ د ورکړل شوې حج سهمیې عادلانه او شفاف وېش وو.

د قرعه کشي پر مهال د کندهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم الحاج ملا عبدالقاهر فيروز، د رياست مرستيال ملا اختر محمد معاون، آمر محترم حافظ عبدالحليم احمد او یو شمېر متقاضيانو ګډون درلود.

په دې پروسه کې (۳۰) تنه د قرعه کشۍ له لارې د حج د سهمیې ګټونکي وټاکل شول. پاتې ګډونوالو هم د شفافيت او عدالت څخه یې رضایت څرګند کړ او د ياد رياست له مسؤلينو څخه يې مننه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۳۷
Background image

په پکتیکا ولایت کې پر (۱۱۵) تنو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د احساس مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند (۱۱۵) تنو مستحقو یتیمانو ته نغدي مرستې ووېشلې، چې په ترتیب سره هر مستحق (۸۰۰۰) افغ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۳۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په خپل کاري دفتر کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال محترم مولوي محمد زاهد او راغلي پلاوي سره لیدنه وکړه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۳۰
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج په مشرۍ په یاد ریاست کې د همغږۍ غونډه ترسره شوه، چې پکې د اړوندو برخو ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه. . .

BACK TO NEWS