د حج سهميې د وېش په موخه د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې قرعه کشۍ ترسره شوه
یاده قرعه کشۍ د کندهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو په رياست کې ترسره شوه، چې موخه يې د شهيدانو ورثه وو ترمنځ د ورکړل شوې حج سهمیې عادلانه او شفاف وېش وو.
د قرعه کشي پر مهال د کندهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم الحاج ملا عبدالقاهر فيروز، د رياست مرستيال ملا اختر محمد معاون، آمر محترم حافظ عبدالحليم احمد او یو شمېر متقاضيانو ګډون درلود.
په دې پروسه کې (۳۰) تنه د قرعه کشۍ له لارې د حج د سهمیې ګټونکي وټاکل شول. پاتې ګډونوالو هم د شفافيت او عدالت څخه یې رضایت څرګند کړ او د ياد رياست له مسؤلينو څخه يې مننه وکړه.
