د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي شو

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۹:۲۹

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې، محترم ملا صدوخان حق شناس د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست  د نوي رئیس په توګه، د دې وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان له لورې د یاد ریاست اړوند کارکوونکو ته معرفي او خپل دنده یې پیل کړه.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې جوړه شوې وه، د وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني، د هلمند ولایت د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي عبدالرحمان او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو د حقوقو د محاسبې آمر محترم مولوي قدرت الله حقاني هم حضور درلود.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۰:۳۷
Background image

د هلمند ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا صدوخان حق‌شناس، نن د معرفت غونډې له پای ته رسېدو وروسته، د یاد ریاست له کارکوونکو سره اداري غونډه ترسره کړه.

محترم ملا صدوخان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۰:۳۵
Background image

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اړوند د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د یاد ریاست کارکوونکي محترم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۹:۳۵
Background image

په بلخ ولايت کې د یتیمانو پر (۴۰) مستحقو کورنيو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې په همکارۍ د مزار شريف ښار د څلورمې او نهمې ناحیو اړوند د یتیمانو پر (۴۰) کورنيو باندې نغدي مرستې ووېشلې، د پلان. . .

BACK TO NEWS