د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او خپله دنده یې رسماً پيل کړه

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۹:۳۹

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې، محترم محمد صابر ځواک د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني لخوا د یاد ریاست اړوند کارکوونکو ته معرفي او خپله دنده یې پېل کړه.

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره د نوي رئیس په معرفي غونډه کې، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم حاجي فیض الله جواد، د ننګرهار ولایت د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي شاهد نوراني، د یاد ریاست پخواني رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني، د لغمان ولایت د استخباراتو ریاست مرستیال محترم عبدالله چمن او نورو کارکوونکو حضور درلود.

محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د اداري چارو د لا ښه والي او مؤثریت لپاره یې تغییر او تبدیلي یو اساسي اصل وباله او زیاته یې کړه: په هېواد کې اسلامي نظام د شهیدانو او معلولینو د سترو قربانیو په نتیجه کې رامنځته شوی دی، موږ باید هېڅکله د دوی دغه قربانۍ هېرې نه کړو او د دې‌ نظام د ساتنې او پیاوړتیا لپاره باید بشپړې هلې ځلې وکړو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند فراه ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د هېواد لوېدیځ ولایتونو ته په سفر تللی، د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د مجردو شهیدانو کورنیو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲۰
Background image

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د ياد ولايت څلورو ولسوالیو ته سفر وکړ

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

په کاپیسا ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي. . .

BACK TO NEWS