د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۹:۱۲

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ يو پلاوي چې د مرکزي مفتشینو آمر محترم مولوي امان الله جمالي یې ملتیا کوله، لوګر ولایت ته یې د سفر پر مهال، د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کاري بهیر او د دعوت او ارشاد له چارو څخه یې ارزونه ترسره کړه.

محترم مفتي عبدالاحد مسعود د دې ارزونې پر مهال کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد په هکله لازمې سپارښتنې وکړې او له هغوی يې وغوښتل چې د دعوت او ارشاد برخې ته جدي پاملرنه ولري.

نوموړي همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له مسؤل سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS