په لوګر ولایت کې اتیا (۸۰) تنو مستحقو معلولینو ویلچرونه ترلاسه کړل

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۵:۲۸
mmd

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند اتیا (۸۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د لوګر ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي باقي بالله فضلي او د یادې مؤسسې مسؤلینو شتون درلود. نوموړي د وزارت مقام او د خیریه مؤسسې له کړیو مرستو څخه مننه وکړه او له نورو خیریه بنسټونو یې هم وغوښتل چې د دې زیانمن شوي قشر لپاره لازياتې مرستې برابرې کړي‌.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۱۹
Background image

په کابل کې له یوه اړمن یتیم سره د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د مسافر وړونکې ریکشا مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مستحقو یتیمانو د ملاتړ په موخه، د بشري مرستو د خیریه مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اوسېدونکي سبحان‌الله ته د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د یوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

د هلمند ولایت پر (١٠) تنو مستحقینو باندې زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي میر احمد منیر په مشرۍ په یاد رياست کې اداري غونډه ترسره شوه چې پکې د رياست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم. . .

BACK TO NEWS