د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې په مرکز کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۹:۱۶
mmd

د چارو د لاښه والي په موخه، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په هغه کې د یاد مرکز اړوند آمرینو او ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي احسان‌ الله حقاني هغو یتیمانو او معلولینو ته چې په یاد مرکز کې په بېلابېلو فني او حرفوي زده‌کړو بوخت دي، د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي له ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل چې د الله (ج) رضا خپل لومړیتوب وګرځوي او خپلې سپارل شوې دندې په اخلاص، همکارۍ او د اداري سلسلې د مراعاتولو سره سم ترسره کړي.

همداراز په دې غونډه کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز کې شته ستونزې او ننګونې هم وڅېړل شوې او حل په موخه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

د یادونې وړ ده چې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې په مرکز کې یتیمانو او معلولینو ته، په نه (۹) بېلابېلو برخو کې فني او حرفوي زده کړې ورکول کېږي، د دې پروګرامونو موخه د یادو کسانو اقتصادي ځان بسیاینه ده چې یاد مرکز له لوري هر کال په دوو دورو کې سلګونه تنه یتیمان او معلولین روزل کېږي، او له فراغت وروسته ورته د اړوند مسلک وسایل هم ورکول کېږي، تر څو وکولای شي له خپلو زده‌کړو څخه په ګټې اخیستو سره خپل کسب او کار پیل کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې د مسلکي او حرفوي زده کړو د ښوونکو لپاره جوړ شوی ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسید

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د افغان ځوانانو لپاره د تعلیمی او صحي مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د فني او حرفوي زده کړو د ښوونې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند هرات ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند نن هرات ولایت ته ورسید، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۱
Background image

د تخار ولايت دوو ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه،. . .

BACK TO NEWS