په میدان وردګو ولایت کې پنځه سوه اړمنو کورنیو ته د قربانۍ غوښه وویشل شوه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۰:۵

د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ په موخه، د میدان وردګو ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ، پنځه سوه (۵۰۰) اړمنو کورنیو ته چې پکې یتیمان، کونډې، معلولین او نور بې‌وزله کسان شامل وو، د قربانۍ غوښه وویشله.

یادې مرستې چې هرې کورنۍ ته پکې پنځه کیلو ګرامه د قربانۍ غوښه ځانګړې شوې وه، د شهیدانو او معلولینو ریاست رئیس محترم مولوي محمد نذیر ابو محمد او د خیریه مؤسسې د مسؤولینو په حضور کې، په شفاف او منظم ډول وویشل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۱۹
Background image

په کابل کې له یوه اړمن یتیم سره د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د مسافر وړونکې ریکشا مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مستحقو یتیمانو د ملاتړ په موخه، د بشري مرستو د خیریه مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اوسېدونکي سبحان‌الله ته د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د یوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

د هلمند ولایت پر (١٠) تنو مستحقینو باندې زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي میر احمد منیر په مشرۍ په یاد رياست کې اداري غونډه ترسره شوه چې پکې د رياست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم. . .

BACK TO NEWS