په بغلان ولایت کې (۸۰۰) مستحقو کسانو مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۴:۳۶
mmd

یوې خیریه مؤسسې د بغلان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست سره په همغږۍ د یاد ولایت د مرکز او ولسوالېو پر (٨٠٠) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې ژمني توکي چې په هغه کې البسه او کمپلې شاملې وې، ووېشلې.

په ورته وخت کې د بغلان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئیس محترم الحاج ملا احسان الله عابد د یاد خیریه بنسټ له مرستو څخه د مننې ترڅنګ له نورو مرستندویه خیریه بنسټونو او مؤسسو څخه د ورته مرستو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د انساني مرستو مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا او ملاتړ په موخه د انساني مرستو مؤسسې سره د (۱۹۰ زره او ۲۸۳ ) افغانیو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د یاد هوکړه. . .

BACK TO NEWS