د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د انساني مرستو مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۶

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا او ملاتړ په موخه د انساني مرستو مؤسسې سره د (۱۹۰ زره او ۲۸۳ ) افغانیو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د یاد هوکړه ‌لیک له مخې به د کابل ښار اړوند یوې مستحقې کونډې ته د اقتصادي ځان‌بسیاینې، د عاید د دوامدارې سرچینې د رامنځته کولو په موخه یوه شیدې ورکوونکې غوا او اړین خوراکي توکي ورکړل شي.

یاد هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د انساني مرستو مؤسسې مسؤل محترم نصر الله شینواری ترمنځ لاسلیک شو او د دې وزارت سره په همغږۍ به تطبیق شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۲۱
Background image

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د ریاست کارکوونکو هر یوه محترم محمد یاسین ادیب او محترم امید رحماني يې ملتیا کوله،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۷
Background image

په کندز ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې چې هر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې له (۲۲) تنو کارکوونکو څخه د یوې زده کړه ئیزې برنامې له بشپړولو وروسته ازموینه واخیستل شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو ریاست د ظرفیت لوړولو او ادارې پراختیا آمریت له لوري د یاد وزارت د (۲۲) تنو کارکوونکو لپاره د کمپیوټر او انګلیسي ژبې په برخو کې یو زده. . .

BACK TO NEWS