د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق اخند د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د لا زیاتو مرستو د راجلبولو په موخه د ملي او نړیوالو مؤسساتو له مسؤلینو سره غونډه ترسره کړه

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۹:۲۸
mmd

د شهیدانو او معلولینو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق اخند د اقتصاد وزارت په عمومي  تالار کې د ملي او نړیوالو مؤسساتو  له استازو او مسؤلینو سره غونډه ترسره کړه.

په دې غونډه کې د اقتصاد وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال محترم مولوي محمد عالم جمیل، د غیر امارتي مؤسساتو د فعالیتونو د انسجام رئیس محترم عبدالسلام اشرفي، د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان، پاليسۍ او بهرنېو اړیکو رئيس محترم مولوي صدوخان حق شناس، د‌ بشري سرچینو رئيس محترم مولوي محمد موسی صديقي، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي حضور درلود.

په دې غونډه کې د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق اخند د یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه: په تېرو څلورو لسيزو پرمهال په هېواد کې د بېلابېلو ناخوالو او بحرانونو په پايله کې زموږ ډېری شمېر هېوادوال يتيمان، کونډې او معلول شوي او نن زموږ او ستاسو مرستو ته اړتيا لري.

له دې ځوريدلي او اغیزمن قشر سره همکاري وکړي.

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د دې وزارت د لاسته راوړنو، فعالیتونو او همدا راز پر یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د نغدي او غیر نغدي مرستو د وېش په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

دغه راز د دې وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي په تېرو دریو کلونو کې د ياد رياست د لاسته راوړنو د بیانولو ترڅنګ د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت په پروسه کې د شفافيت رامنځ ته کولو په موخه د نوي الکټرونیکي سیسټم فعالولو په هکله هم معلومات وړاندې کړل.

همداراز په دې غونډه کې د بهرنېو اړیکو او پلان رئيس محترم مولوي صدوخان حق شناس هم د مؤسساتو څخه یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو د راجلبولو پر څرنګوالي او همداراز د هغوی د عمده اړتیاوو او ستونزو لیست د مؤسساتو له استازو سره شريک کړ.

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، هغه مؤسسې  چې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته خدمتونه وړاندې کوي، مکلف دي چې له دې وروسته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د خپلې  سکتوري ادارې په توګه غوره کړي او هغه پروژې چې د یتیمانو او معلولینو په برخه کې په لاره اچول کیږي باید د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ ترسره شي.

او دا وزارت مکلف دې چې د روغتیايي پروژو د تطبيق په برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره او د فني او حرفوي زده کړو په برخه کې د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره همغږي وکړي.

په دې غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې د نورو پروژو په پرتله دې د پرمختیايي پروژو تطبیق ته لومړیتوب ورکړل شي

محترم ملا عبدالرزاق آخند له ټولو ملي او نړیوالو مؤسسو څخه وغوښتل چې د شهیدانو او معلولینو چارو له وزارت سره په همغږۍ

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت (۱۳۰) تنو کارکوونکو لپاره د محاسبې او تأدیاتو برخو لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست له لوري د (۱۳۰) تنو مرکزي او ولایتي کارکوونکو لپاره د نوي برېښنایي سیسټم اړوند د محاسبې او تأدیاتو برخو کې لس ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۴۳
Background image

شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۳۷) تنو مستحقو کسانو باندې د زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو او یتیمانو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ، (۳۷) تنو یتیمانو او معلولینو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل، دا وسایط. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۷۰۰) تنو یتیمانو، کونډو، معلولینو او عامو اړمنو هېوادوالو باندې. . .

BACK TO NEWS