د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت (۱۳۰) تنو کارکوونکو لپاره د محاسبې او تأدیاتو برخو لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست له لوري د (۱۳۰) تنو مرکزي او ولایتي کارکوونکو لپاره د نوي برېښنایي سیسټم اړوند د محاسبې او تأدیاتو برخو کې لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شوی وو، په دې ورکشاپ کې اړوند کارکوونکو ته د مجربو استادانو لخوا زده کړې ورکړل شوې او نن د تصدیق پاڼو په وېشلو سره یاد روزنیز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسید.
د دې ورکشاپ په اختتامیه غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، یو شمېر نورو محترمو رئیسانو، آمرینو او اړوندو کارکوونکو حضور درلود.
په دې پروګرام کې محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني وویل چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبري د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې هڅه کوله، څو د یتیمانو، کونډو او معلولینو میاشتني نغدي مساعدتونه د سیسټم له لارې حواله او ووېشل شي. د الله تعالی جل جلاله په فضل، سږکال وتوانېدو چې د سیسټم له لارې نغدي مساعدتونه حواله کړو، چې دا زموږ لپاره د سعادت او خوښې ځای دی.
هغه همداراز کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې له دې اړمن قشر سره په ډېره ښه رویه، نرمۍ او درناوي چلند وکړي؛ ځکه د دوی او د الله تعالی جل جلاله ترمنځ هېڅ پرده نشته. نوموړي یادونه وکړه چې د دې نظام د بریالیتوب له معنوي اسبابو څخه یو همدا یتیمان، کونډې او معلولین دي، نو باید د دوی په حق کې هېڅ ډول سهلانګاري او حقتلفي ونشي.
محترم شیخ صاحب د ورکشاپ ګډونوالو ته وویل چې خپل صورت او سیرت د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له مبارک سیرت او اخلاقو سره برابر کړي، سپارل شوې چارې امانت وګڼي او هغه خدمت چې ترسره کوي، امتیاز یې ونه ګڼي؛ بلکې د دنیا او آخرت د نېکمرغۍ، اجر او ثواب وسیله یې وګرځوي.
نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې کارکوونکي دې د وخت ډېر خیال وساتي، خپل مسؤلیتونه په ټاکلي وخت ترسره کړي او د خلکو د چارو په ترسره کولو کې دې هېڅ ډول ځنډ، بېپروايي او سهلانګاري ونه کړي.
ورپسې محترم مولوي کلیم الله افغان د ورکشاپ ګډونوالو ته د نوي برېښنایي سیسټم د اهمیت په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او وې ويل د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري په مرکز او ولایتونو کې د ثبت شویو یتیمانو، کونډو او معلولینو شمېر شاوخوا اووه (۷) لکه کسانو ته رسېږي، چې په دې ډله کې څلور (۴) لکه یتیمان، دوه (۲) لکه معلولین او شاوخوا یو لک کونډې شاملې دي.
هغه له کارکوونکو وغوښتل چې د سپارل شویو مسؤلیتونو په ترسره کولو کې هېڅ ډول غفلت، بېپروایي او سهل انګاري ونه کړي، ځکه دا یوازې د معلوماتو د ثبت او انتقال موضوع نه ده، بلکې د زرګونو یتیمانو، کونډو او معلولینو له حقونو سره مستقیم تړاو لري. هره شمېره، هر نوم او هر معلومات باید په پوره دقت وکتل شي او له موجودو اسنادو سره سم ثبت شي.
محترم مولوي کلیم الله افغان وویل چې دغه برېښنايي سیسټم د وزارت لپاره یو مهم او اساسي ګام دی. د خوښۍ ځای دی چې په (۲۲) پاتې ولایتونو کې هم د نوي برېښنایي سیسټم د محاسبې او تأدیاتو برخې فعالېږي، چې له دې سره به د مستحقینو د معلوماتو تنظیم او د مساعدتونو د پروسې مدیریت لا منظم او اسانه شي.
همداراز د دې وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د ورکشاپ د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل کومې دندې او مسؤلیتونه چې موږ ته راسپارل کېږي، باید پوهه او مهارتونه یې ترلاسه او په خپلو ورځنیو چارو کې یې په سمه توګه عملي کړو.
