د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې له خوا د اداري چارو د ساده کولو پروسه چې څه موده وړاندې په لاره اچول شوې وه، له بیاکتنې، ساده کولو او مستند کولو وروسته بشپړه شوه.

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۱۴:۴۶
mmd

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې جوړ شوی وو، په هغې کې د مالي او ادارې چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان، د بشري سرچینو رئیس ښاغلي محمد موسی صدیقي، د شهیدانو چارو رئیس ښاغلي مولوي روح الله نصرت، د معلولینو چارو رئیس ښاغلي قاري عبدالکریم حلیمي، د اداري خدمتونو رئیس ښاغلي مولوي سردار محمد حبیب، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ښاغلي مفتي فیصل خاموش، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس ښاغلي مولوي  ثناءالله فرقانی، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې، د اداري پروسو د تحلیل او څیړنې آمر ښاغلي سید نصرت الله سادات او د یاد وزارت د اړوندو څانګو آمرینو ګډون کړی وو.

په دې پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د اداري چارو د ساده کولو د پروسې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کارکوونکو بې له شکه خپلې دندې په پوره اخلاص او ایماندارۍ سرته رسولي دي او دا پروسه په دې هیواد کې د شته شرایطو په پام کې نیولو سره باید په هراړخیز ډول تطبیق شي تر څو د هغې په رڼا کې اړوند ادارو، اداري پروسې رالنډې او چارې په سمه توګه مدیریت او معیاري خدمتونه به پر خپل وخت وړاندې شي.

نوموړي په دې برخه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې له ټيم څخه مننه وکړه او له هغوى يې وغوښتل چې په دې برخه کې له پوره جرئت څخه کار واخلي او د اسلامي امارت د ښیرازۍ او پرمختګ په لاره کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي.

په دې پروګرام کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې، د اداري پروسو د تحلیل او څیړنو آمر ښاغلي سید نصرت الله سادات په دې وزارت کې د اداري چارو د ساده کولو د پروسې د تطبیق څرنګوالی په هر اړخیزه ډول تشریح کړاو زیاته یې کړه: په دې موده کې د دغه وزارت په اوو مرکزي ریاستونو او دوو ولایتي ریاستونو کې څلور اویا (۷۴) اداري پروسې وڅیړل شوې، چې د هغې په ترڅ کې هغو پروسو چې ساده کولو ته یې اړتیا درلوده ساده شوې او هغه پروسې چې ساده کولو ته یې اړتیا نه درلوده مستند شوي چې د دې پروسې د تطبیق په ترڅ کې د اړوندو څانګو د رئیسانو او مدیرانو دندې او فعالیتونه په هراړخیز ډول څیړل شوي دي.

همدارنګه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي هم د دې پروسې په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: په دې موده کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت توانېدلی چې د کارکوونکو د استخدام په پروسه کې او همدارنګه د یتیمانو، کونډو او معلولینو په تثبیت کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

نوموړي دغه راز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې له ټیم څخه مننه وکړه او د دې پروسې په تطبیق کې یې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادولو وړ ده چې یادې پروسې په ترڅ کې د شهیدانو چارو ریاست، د معلولینو چارو ریاست، د معلولینو د توانبخشۍ ریاست، د څارنې او ارزونې ریاست، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست، د شهیدانو ورثو او معلولینو د پالنې مرکز ریاست، د بشري سرچینو ریاست او د کابل او کاپیسا ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونه په هراړخیز ډول د ساده کولو پروسې تر بیاکتنې لاندې  راغلي چې په تطبیق سره به یې په اداري چارو کې روڼتیا رامنځته شي او اداري چارې به په سمه توګه مدیریت او معیاري خدمتونه به پر وخت او په شفاف ډول وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS