څومره ژر چې ممکن وي برېښنايي سیسټم دې پلی شي

څومره ژر چې ممکن وي برېښنايي سیسټم دې پلی شي
نن سه شنبه د مرغومې په ۳۰مه، د شهيدانو او معلولينو چارو وزير لعل الدين آريوبي د وزارت له برېښنايي سيسټم مسوولينو سره ناسته وکړه.
د ناستې په پيل کې د برېښنايي سيسټم همکارانو خپل راتلونکی يو کلن کاري پلان د پريزينټيشن په ډول وړاندې کړ، کوم چې ټاکلو موخو او مشخصو پايلو ته د رسيدو لپاره پکې ټول اړخونه په هر اړخيز ډول څېړل شوي وو.
د شهيدانو او معلولينو چارو وزير ښاغلي لعل الدین آريوبي د برېښنايي سيسټم له مسوولينو وغوښتل، چې په سيسټم کې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو د اسنادو ثبت پروسه چټکه کړي، څو له دې لارې د اسنادو په ثبت پروسه کې په بشپړ ډول روڼتيا را منځته شي.
ښاغلي آريوبي څرګنده کړه، چې ټولې هغه ستونزې چې د ياد سيسټم د تطبيق پر وړاندې خنډونه جوړوي، تشخيص او د هواري په موخه یې بايد له اړوندو ادارو او بنسټونو سره په ګډه کار وشي.
نوموړي د برېښنايي سيسټم له مسولينو وغوښتل، څومره ژر چې ممکن وي، بايد د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې نوی برېښنايي سيسټم پلی شي، څو په دې برخه کې په پوره توګه روڼتيا ته زمينه برابره شي.