په کندز ولایت کې شپږ سوه (۶۰۰) تنو مستحقو کسانو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۳:۱۲
mmd

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۶۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، خُرما، چای او مالګه شامل وو، وویشل.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان د یادې مؤسسې له مرستو مننه وکړه او په نورو خیریه بنسټونو او مؤسسو یې غږ وکړ چې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته لازیاتې مرستې برابرې کړي تر څو په ښه توګه د هغوی لاسنیوی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۲
Background image

په نیمروز ولایت کې پر سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو اړوند پر (۹۱۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نقلیه وسایطو د اړتیا وړ د (۴۵) قلمه فلترباب او روغنیاتو د چمتو کولو په موخه، د آفر پرانیستنې غونډه د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ د پخلنځي د (۴۶) ډوله تنظیفاتي او نورو اړینو توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه د تدارکاتو په آمریت کې ترسره شوه چې په هغه کې د. . .

BACK TO NEWS