په کندز ولایت کې د مجردو شهیدانو پر (۲۲۲) کورنیو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې
د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان چې د یاد ریاست آمر محترم مولوي رحمت الله حقبین یې ملتیا کوله، د یاد ولایت ارچي ولسوالۍ اړوند د (۲۲۲) مجردو شهیدانو کورنیو سره یې له نږدې وکتل، د هغوی اړتیاوې له نږدې واوریدې او ورسره یې نغدي مرستې هم ترسره کړې.
یادو کورنیو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو مرستو څخه خوښي څرګنده کړه او د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
په ورته وخت کې د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو محترم رئیس هغوی ته ډاډ ورکړ چې شته امکاناتو ته په کتو به یې ستونزو او غوښتنو ته لازمه رسیدګي وشي.
