په کابل ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقینو ته د خوراکي توکو وېش

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۰:۳۸
mmd

د روژې په مبارکه میاشت کې د مستحقو کسانو د ملاتړ په موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د انساني مرستو مؤسسې په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې ووېشلې.

په یادو مرستو کې چې غوړي، وریجې، بوره او نور خوراکي مواد شامل وو، مستحقینو ته په شفاف او منظم ډول ورکړل شول.

د مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رياست استازي، د څارنې او ارزونې ریاست استازي محترم محمد فاروق ځلاند  همداراز د انساني مرستو مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۹:۳
Background image

شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د دوو خالي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د دوو خالي بستونو د ډکولو په موخه، چې یو یې د مالي او حسابي چارو په ریاست کې بالمقطع او بل یې د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۹:۱
Background image

په کندهار ولایت کې د یتیمانو او معلولینو د کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو شبکه فعاله شوه

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ، د پنجوايي ولسوالۍ په ناخوني کلي کې د یتیمانو او معلولینو د کورنیو لپاره د پاکو اوبو یوه شبکه فعاله او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۸:۵۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست فعالیتونه وستایل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت نږدې یوه میاشت وړاندې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو د ارزونې لړۍ پیل کړې وه.

نن د دغې ارزونې د. . .

BACK TO NEWS