په کابل ولایت کې پر سلګونو تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۸:۳۸
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ په موخه، د احساس مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار اړوند په لسمه ناحیه کې پر (۵۳۱) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې په دې ترتیب هر مستحق یتیم لس زره (۱۰۰۰۰) افغانۍ ترلاسه کړې.

د یادو مرستو د وېش بهیر د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست استازو او د مؤسسې مسؤلینو په شتون کې په منظم ډول ترسره شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې د مسلکي او حرفوي زده کړو د ښوونکو لپاره جوړ شوی ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسید

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د افغان ځوانانو لپاره د تعلیمی او صحي مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د فني او حرفوي زده کړو د ښوونې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند هرات ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند نن هرات ولایت ته ورسید، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۱
Background image

د تخار ولايت دوو ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه،. . .

BACK TO NEWS