په پروان ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۹:۱۴

د پروان ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د شهیدانو کورنيو د ملاتړ او لاسنيوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې ‌مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او نور خوراکي توکي شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.

د‌ مرستو د وېش پر مهال د پروان ولایت شهيدانو او معلولينو چارو رئیس محترم مولوي نیازمحمد هجرت د يادې مؤسسې له مسؤلينو څخه مننه او قدرداني وکړه او له نورو خیریه بنسټونو او مرستندویه مؤسساتو یې وغوښتل چې د دې اړمن قشر لپاره لا زیاتې مرستې چمتو کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

په کندهار ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقینو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د همدرد خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو مستحقو کونډو باندې خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل.

د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

په بلخ ولایت کې له (١١٠ ) تنو مستحقو کسانو سره مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د شهیدانو او معلولینو پر (١١٠) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله بېلابېلې مرستې په منظم او عادلانه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۷
Background image

د فراه ولایت والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د فراه ولایت محترم والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له فعالیتونو، کړنو او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه ليدنه وکړه، د لیدنې پر مهال د یاد ریاست. . .

BACK TO NEWS