په ننګرهار ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲۸
mmd

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په یاد ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او ځینې نور خوراکي توکي شامل وو، په عادلانه او منظم ډول مستحقو کسانو ته ووېشل.

یادې مرستې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم محمد صابر ځواک او د خیریه مؤسسې د مسؤلینو په شتون کې مستحقینو ته ورکړل شوې.

محترم محمد صابر ځواک د یادې خیریه مؤسسې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ، له نورو خیریه بنسټونو او مؤسساتو څخه هم غوښتنه وکړه، چې د اړوند ریاست سره په همغږۍ د ټولنې د دې اړمن قشر لپاره خپلې مرستې لا زیاتې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ښځو د ټولنیزو خدمتونو (DWSSO) مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۹) میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ، د هغوی د اقتصادي پیاوړتیا او د کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه، د ښځو د ټولنیزو خدمتونو (DWSSO) مؤسسې سره د (۹) می. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۰
Background image

په پکتیکا ولایت کې (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د احساس ټولنیزې مؤسسې سره په همغږۍ د یتیمانو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د یاد ولایت پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۱۷
Background image

په کابل ولایت کې پر سلګونو تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د احساس مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند د قلعه فتح الله سیمه کې پر (۵۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې په دې. . .

BACK TO NEWS