د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ښځو د ټولنیزو خدمتونو (DWSSO) مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۹) میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ، د هغوی د اقتصادي پیاوړتیا او د کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه، د ښځو د ټولنیزو خدمتونو (DWSSO) مؤسسې سره د (۹) میلیونه، (۳۵۸) زره او (۳۰۰) افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې د کابل ښار په (۱۳) او (۱۹) ناحیو کې (۸۰) تنو معلولینو لپاره په بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابره شي.
همداراز هرګډونوال ته به د روزنیزو پروګرامونو له بشپړېدو وروسته د (۲۳۲) ډالرو په ارزښت د کار وسایل ووېشل شي، څو له خپلو زدهکړو او ترلاسه شویو مهارتونو څخه د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او اقتصادي ځان بسیاینې لپاره ګټه واخلي.
سربېره پر دې به معلولیت لرونکو وګړو ته د بیاځواکمنتیا وسایل هم برابر او ووېشل شي، څو د هغوی د جسمي وضعیت په ښه والي او د ورځنیو چارو په اسانه ترسره کولو کې مرسته وکړي.
د همکارۍ دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناءالله فرقاني او د یادې مؤسسې د رئیس محترم محمد اسماعیل صافي ترمنځ لاسلیک شو.
د دې هوکړه لیک د پلي کېدو موده یوولس میاشتې ده او اړوند فعالیتونه به د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست په همغږۍ پلي شي.
