په لوګر ولايت کې پر (٢٠٠) مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۹:۴

په یادو مرستو کې چې د اختر لپاره جامې، واسکټ، بوټان او نور اړین توکي شامل وو، د لوګر ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د( ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې وویشل شول.

یادې مرستې د لوګر ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو ریاست مسؤلينو او د خیریه مؤسسې د استازو په شتون کې پر مستحقو کسانو باندې ووېشل شوې.

د یادونې وړ ده چې د ZAF مؤسسې په کابل، تخار، ننګرهار او کاپیسا ولايتونو کې هم د یتیمانو سره ورته مرستې ترسره کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، ژوند د هوساینې او پرمختګ(LRD) مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۳:۹
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د ښه سمون په موخه د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

پ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

په بامیان ولایت کې پر (۳۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د يوې خيريه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمنۍ مرستې چې په هغه کې البسه او کمپلې شاملې وې، په. . .

BACK TO NEWS