د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۸

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، ژوند د هوساینې او پرمختګ(LRD) مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د دې وزارت د بهرنيو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې مرستیال محترم عبدالله طوفان ترمنځ لاسلیک شو، چې پر اساس به یې په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې (۲۳۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره (۱۱) ډوله بېلابېل خوراکي او غیر خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي.

محترم مولوي ثناء الله فرقاني یتیمانو ته د مرستو د چمتو کولو په پار د یادې خیریه مؤسسې له مسؤل څخه مننه وکړه او له هغه یې وغوښتل چې د ټولنې د دې اړمن قشر لپاره لازیاتې مرستې برابرې او د هغوی لاسنیوی وکړي.

د یادونې وړ ده چې یاده پروژه د یوې میاشتې په موده کې د لغمان او ننګرهار ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ به پلې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې د مسلکي او حرفوي زده کړو د ښوونکو لپاره جوړ شوی ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسید

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د افغان ځوانانو لپاره د تعلیمی او صحي مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د فني او حرفوي زده کړو د ښوونې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند هرات ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند نن هرات ولایت ته ورسید، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۱
Background image

د تخار ولايت دوو ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه،. . .

BACK TO NEWS