په لغمان ولایت کې (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۹:۲۹

د لغمان ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د شهیدانو کورنيو د ملاتړ او لاسنيوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې ‌مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وريجې او نور  خوراکي توکي او همداراز قرطاسیه باب شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.

د‌ مرستو د وېش پر مهال د لغمان ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست مسؤلينو د شهيدانو کورنيو ته ډاډ ورکړ چې یاد رياست به د مرستو راجلبولو په برخه کې پوره هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۲۲
Background image

په بلخ ولایت کې څه باندې شپږ میلیونه افغانۍ پر مستحقو کسانو ووېشل شوې

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶) میلیونه، (۴) زره او (۷۰۰) افغانۍ پر (۱۴۹) مستحقو یتیمانو او کونډو باندې په منظم او عادلانه ډول. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۲۱
Background image

په ننګرهار ولايت کې په (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یتیمانو د‌ ملاتړ په موخه د (HHRD) مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۵۰) تنو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۵۱
Background image

په بلخ ولايت کې پر (۴۰) مستحقو یتیمانو باندی نغدي مرستې وویشل شوې

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې په همکارۍ د مزار شريف ښار د څلورمې او نهمې ناحیو اړوند پر (۴۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، د پلان. . .

BACK TO NEWS