په فراه ولايت کې له یو شمېر معلولینو سره د برېښنايي ويلچرونو مرسته ترسره شوه
د فراه ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو په رياست کې، یو شمېر معلولینو باندې د نغدي مرستو ترڅنګ، برېښنايي ويلچرونه هم ووېشل شول.
یادې مرستې د کابل ولایت والي محترم ملا امین الله حاجي عبید له لوري د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د شهیدانو (۱۵۰) ثبت شوېو کورنیو او د (۵۴) معلولینو لپاره ځانګړې شوې وې چې هر مستحق ته له (۵۰۰۰) څخه تر (۱۵۰۰۰) افغانيو پورې د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې، همداراز یو شمېر معلولینو ته بریښنايي ویلچرونه هم وېشل شول.
د مرستو د وېش پر مهال د کابل ولایت والي محترم امين الله حاجي عبيد، د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي برهان الدین حليم، د پشترود ولسوالۍ ولسوال محترم ملا محمد انور فيروز او يو شمېر نورو ځايي مسؤلينو هم شتون درلود.
