په غزني ولايت کې د فني او حرفوي زده کړو (۹۷) تنو زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۲:۳
mmd

د غزني ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست تر څارنې لاندې د HHRD مؤسسې له لوري شپږ میاشتې وړاندې  (۹۷) تنو په شرایط برابر کسانو ته چې (۳۴) تنه یې یتیمان او معلولین وو، د خیاطۍ او موبايل ترمیم په برخو کې او همداراز (۶۳) تنو کونډو ته د هغوی د اقتصادي ځان بساینې په موخه د چرګانو رزونې په برخه کې زده کړې ورکړل شوې.

د فني او حرفوي زده کړو د زده کوونکو په فراغت غونډه کې د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوی محمدانور برادر، د اقتصاد رئیس محترم مولوي محمد نادر شریف، د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محترم مولوي سید محمد ابوعرفان، د (HHRD) مؤسسې د برنامو همغږی کوونکی محترم انجنیر شاکرالله امین او يو شمېر نورو کارکوونکو ګډون درلود.

د دې غونډې ګډونوالو هيله څرګنده کړه، چې نورو ځوانانو ته هم ورته پروګرامونه په لاره واچول شي تر څو هغوی هم وکولای شي له دې لارې خپلې کورنۍ ته حلال رزق وګټي.

د يادونې وړ ده، چې فارغو شويو کسانو ته د خپلو اړوندو مسلکونو وسايل او ابزار هم ووېشل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۲
Background image

په نیمروز ولایت کې پر سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو اړوند پر (۹۱۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نقلیه وسایطو د اړتیا وړ د (۴۵) قلمه فلترباب او روغنیاتو د چمتو کولو په موخه، د آفر پرانیستنې غونډه د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ د پخلنځي د (۴۶) ډوله تنظیفاتي او نورو اړینو توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه د تدارکاتو په آمریت کې ترسره شوه چې په هغه کې د. . .

BACK TO NEWS