په بلخ ولایت کې پر (۶۰) تنو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل شول

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۲:۲۰

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۶۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه کې وویشل. سربېره پر دې، یادو معلولینو ته د لارې کرایې په موخه (۶۰۰۰۰) افغانۍ هم ورکړل شوې.

همداراز د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو معلولیت لرونکو وګړو ته ډاډ ورکړ چې ياد رياست هڅه کوي هغوی ته په ورځینې ژوند کې لازمې اسانتياوې برابرې کړي او له مرستندويه مؤسسو یې هم وغوښتل چې د دې اړمن قشر په لاسنیوي کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست سره بشپړه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې د مسلکي او حرفوي زده کړو د ښوونکو لپاره جوړ شوی ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسید

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د افغان ځوانانو لپاره د تعلیمی او صحي مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د فني او حرفوي زده کړو د ښوونې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند هرات ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند نن هرات ولایت ته ورسید، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۱
Background image

د تخار ولايت دوو ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه،. . .

BACK TO NEWS