يو شمير مدني فعالانو ښاغلي لعل الدين آريوبي ته، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د لوړتيا په مناسبت مبارکي ورکړه

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۹:۴۴
zz

يو شمير مدني فعالانو ښاغلي لعل الدين آريوبي ته، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د لوړتيا په مناسبت مبارکي ورکړه

نن دوشنبه د مرغومې په ۲۹مه، يو شمير مدني فعالانو د ښاغلي لعل الدين آريوبي په مشرۍ او غوره مديريت پر مټ، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت څخه د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت ته د لوړتيا په پار مبارکي وويله.

دوی هر يوه، د ښاغلي لعل الدين آريوبي هڅې، فعاليتونه، لاسته راوړنې او غوره خدمتونه وستايل او په تېر څه باندې دوو کلونو بريالي ماموريت کې د يوې ملي ادارې تر دولت وزارت او بيا تر خپلواک وزارته را رسول يې د نوموړي د سخت او اغيزمن کار پايله وګڼله.

همدارنګه دوي د ښاغلي آريوبي د غوره او بريالي ماموريت ستاينه وکړه او هغه ته يې له خپله اړخه د يو ځيرک او ځوان وزير په توګه د پوره همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

د ناستې ګډونوالو هر يوه د مبارکۍ ترڅنګ، له ښاغلي آريوبي سره د کارموندنې، له ظرفيتونو د کار اخيستنې، د وزارتونو ترمنځ د همغږۍ کموالي او نورو اړونده ستونزو په تړاو خبرې وکړې او له نوموړي يې په دې برخو کې د هر اړخيزو همکاريو هيله وکړه.

ښاغلي آريوبي مننه وکړه چې د ځوانانو لخوا د لاسته راوړنو له امله ستايل کېږي او د دوی ملاتړ او همکاري ورته د لا ډېر کار او فعاليت انرژي ورکوي.

نوموړي په دولتي ادارو کې د ځوانو ظرفيتونو ځای پر ځای کول مهم وګڼل او د وړ ځوانانو لپاره د کار زمينې برابرولو په برخه کې يې د هر ډول همکاريو چمتوالی وښود.

د ناستې په پای کې فعالو ځوانانو ښاغلی لعل الدين آريوبي ته، د کابينې د بريالي وزير په توګه ستاینلیک او کتاب ډالۍ کړ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۷
Background image

د‌ لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست له فعاليتونو او اجراآتو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ يو پلاوي چې د‌ کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صديقي او د مالي او حسابي چارو رئيس محترم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۵
Background image

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د اداري چارو د لا ښه سمون په موخه غونډه جوړه شوه

ياده اداري غونډه چې د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا احسان عابد په مشرۍ ترسره شوه، په هغه کې د رياست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

د دې غونډې اصلي موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۹
Background image

د کابل ولایت اړوند (۵۰۰) تنو اړمنو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو، معلولینو او. . .

BACK TO NEWS