فراه کې د ولايت مقام په مالي ملاتړ د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري پر ۲۲ معلولينو باندې اساسي او بريښنايي ويلچرونه وويشل شول

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۹:۱۰
mmd

د دغو ويلچرونو د ويش پر مهال په داسې حال کې چې د فراه ولایت والي مولوي غوث الدين رهبر او يو شمير نورو مسؤلينو هم ګډون درلودل د فراه د شهيدانو او معلولينو چارو رياست رئيس مولوي برهان الدین مینوال باختر خبري آژانس ته وويل؛ چې دغه اساسي او بريښنايي ويلچرونه د ولايت مقام په مالي ملاتړ د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري پر ۲۲ معلولينو  باندې د معلولينو د ژوند د هوساينې، تفريح، بهر وتلو، اړتيا، مسجد او بازار ته د تګ په موخه وويشل شول.

نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې دغه ويلچرونه له نورو ساده ويلچرونو سره توپير لري، ځکه په وینا يې: دغه ويلچرونه د بيټرۍ، ماشين او ګير درلودونکي او معلولين کولای شي، پرته له کوم خنډ څخه په اتومات ډول ترې ګټه واخلي او په ډيرې اسانۍ سره له يو ځای څخه بل ځای ته پکې ولاړ شي.

بل خوا د عبدالحبیب او دوست محمد په نومونو دوه تنه معلوليت لرونکي کسان بيا له دغو ويلچرونو څخه د خوښې څرګندولو، د سيمه ييزو مسؤلينو له همکارې او پاملرنې څخه د مننې ترڅنګ وايې؛ چې دغه ويلچرونه به يې په ژوند د پام وړ بدلون راولي، د نورو له اړتيا، زياتې انرژې له بې ځايه لګولو، يو شمير نورو ستونزو څخه به خلاص او په ډيرې اسانۍ سره به له يو ځای څخه بل ځای ته پکې ولاړ شي.

نوموړي همدارنګه د ا.ا.ا له مسؤلينو څخه معلوليت لرونکو کسانو ته د ځانګړې پاملرنې او د لا زياتې درملنې په موخه بهرنيو هېوادونو ته د لېږد ترڅنګ وايې؛ چې تر وړاندې په ساده ويلچرونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو او له نورو څخه به يې د مرستې غوښتنه کوله

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS