د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د عزیزي بانک د اې، ټي، ام (ATM) ماشین نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۴:۳۴
mmd

معلولینو، یتیمانو او کونډو ته د نغدي مرستو په ورکړه کې د لازیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو په یاد ریاست کې د عزیزي بانک د اې، ټي، ام (د پېسو اخیستلو اتومات) ماشین نصب او فعال شو.

په همدې موخه په جوړ شوي پروګرام کې د ننګرهار ولایت د والي مرستیال محترم مولوي عزیز الله مصطفی، د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک، د اقتصاد رئیس محترم مولوي عطاء الرحمان فاتح، د عزیزي بانک اجرائیوي رئیس، مدیرانو او ګڼو نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.

د ننګرهار ولایت والي مرستیال یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې یې د دې ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک هڅې وستایلې او د عزیزي بانک له اجرائیوي رئیس څخه دې بیوزله او اړمن قشر ته یې د نغدي مساعدتونو په ورکړه کې د لازمو اسانتیاوو برابرولو په پار مننه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS