د معلولینو د بیاځواکمنتیا په ریاست کې (۸۰) تنو کسانو ته د درملو د سمې کارونې او د ماشومانو د معلول کیدو د لاملونو په هکله د عامه پوهاوي پروګرام پېل شو

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۹:۵۴
 mmd

د درملو د سمې کارونې او د ماشومانو د معلول کیدو د لاملونو په هکله د عامه پوهاوي دوه ورځنی پروګرام د HHRD مؤسسې له لوري د معلولینو بیاځواکمنتيا په رياست کې (۸۰) تنو معلولینو او د ټولنې یو شمېر نورو وګړو ته پېل شو.

د دې پروګرام په پرانیست غونډه کې د معلولينو د بیاځواکمنتيا رياست وارسي کوونکي او د حسي او حرکي برخې آمر محترم قاري زاهدالله آفاقي، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب عبيده، د څارنې او ارزونې رياست د پلانونو د تطبیق څخه د څارنې آمر محترم ملا اهل الله،  د یاد ریاست د ذهني او رواني برخې آمر محترم علي جان احمدي، د HHRD مؤسسې مسؤلينو او د ياد رياست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په پېل کې محترم زاهدالله آفاقي د بیاځواکمنتيا رياست له لوري یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو پر څرنګوالي په تړاو مفصل معلومات وړاندی کړل او زیاته یې کړه: دا پروګرام کولای شي چې د ټولنې خلکو سره مرسته وکړي ترڅو د ماشومانو معلول کیدو علتونه ښه وپیژني او د دواګانو د معقول استعمال په اړه معلومات ترلاسه کړي.

همداراز نوموړي یاد ریاست ته د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت رهبرۍ له ځانګړې پاملرنې او د پوهاوي ورکشاپ له تمویل کوونکې مؤسسې له هلو ځلو څخه یې مننه وکړه.

په دې پروګرام کې د ذهني او رواني برخی آمر محترم علي جان احمدي یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د یاد ریاست له لوري د خدمتونو وړاندې کولو په هکله معلومات وړاندې کړل او وې ویل: د بیاځواکمنتیا ریاست د روان کال په (۸) میاشتو کې توانیدلی، (4869) تنو شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د فزیوتراپي، اورتوپیدي، ذهني او رواني برخو کې باکیفیته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

د دې پروګرام په ترڅ کې د HHRD مؤسسې استازي هم د مؤسسې د فعاليتونو په هکله خبرې وکړې او زياته یې کړه: د HHRD مؤسسې د ۲۰۱۴ کال څخه تر اوسه یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په بېلابېلو روغتيايي، نغدي مساعدتونو، خوراکی او غیر خوراکي برخو کې خدمتونه وړاندې کړي.

په دې پروګرام کې محترم ډاکټر خان مایار لخوا د درملو د معقولې استفادې، د ماشومانو د معلول کیدو لاملونه او د حفظ الصحې د ارزښت په هکله ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

د پروګرام په پای کې ګډونوالو ته یو اندازه نغدي مرستې د لارې کرایې په توګه هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۲
Background image

په نیمروز ولایت کې پر سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو اړوند پر (۹۱۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نقلیه وسایطو د اړتیا وړ د (۴۵) قلمه فلترباب او روغنیاتو د چمتو کولو په موخه، د آفر پرانیستنې غونډه د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ د پخلنځي د (۴۶) ډوله تنظیفاتي او نورو اړینو توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه د تدارکاتو په آمریت کې ترسره شوه چې په هغه کې د. . .

BACK TO NEWS